Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf
دوستانو جائزه واخلو، سوچ وکړو چې آيا مونږه د ښو دوستانو سره کښينو پاڅو يا د خرابو دوستانو سره دوستي کوو۔ زمونږه د اخلاقو، کردار، عادتونو خرابيدو د ټولو نه غټه وجه خرابې دوستانې وي۔ لہٰذا د خرابو دوستانو نه بچ کيدل پکار دي۔
انسان د خپل دوست پۀ دِين باندې وي
د ترمذي شريف حديثِ پاک دے، د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: الرَّجُلُ عَلَى دِينِ خَلِيْلِهِ، فَلْيَنْظُرْ اَحَدُكُمْ مَنْ يُخَالِلُ انسان د خپل دوست پۀ دِين باندې وي، لہٰذا پۀ تاسو کښې هر يو له پکار دي چې هغۀ وګوري چې د چا سره دوستي کوي۔ ([1])
يعنې عموماً انسان د خپل دوست سيرت او اخلاق اختياروي، کله نا کله د هغۀ مذهب هم اختيار کړي، لہٰذا د ښو خلقو سره دوستي کوئ د پاره د دې چې تاسو هم ښه جوړ شئ! او د چا سره د دوستۍ کولو نه مخکښې د هغۀ ښه کره کتنه وکړئ چې د الله او د رسول فرمانبردار دے که نۀ۔ صوفيائے کرام فرمائي: د انسان پۀ طبيعت کښې د اَخذ يعنې اخستو خاصيت دے، د حرص کوونکي د صحبت نه به حرص او د زاهد د صحبت نه به زُهد او تقويٰ ميلاويږي (لہٰذا هر يو له پکار دي چې د چا د دوست جوړولو نه مخکښې ښه ډير غور او فِکر وکړي، ښه کره کتنه وکړي چې زۀ څوک دوست جوړووم)۔ ([2])
اے الله پاکه! زما دوستان نيکان جوړ کړې!
شيخُ المَشَائِخ، حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خپل د زمانې پۀ