Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf
آقا کی حیا سے جھکی رہتی نظر اکثر آنکھوں پہ مرے بھائی لگا قفلِ مدینہ
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د مفتي فاروق صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ صفتونو کښې يو ښکلے صفت دا هم دے چې هغوئي به د جَمعې سره د نـمونځ ډير زيات اهتمام کولو۔ ډير ځل که به هغوئي ته پۀ ريل ګاډي کښې پنجاب ته تلل وو نو د کراچۍ نه به تر حيدر آباد پورې پۀ بس کښې تللو د پاره د دې چې نـمونځ پۀ اسانه ادا کړي، که د ريل ګاډي پۀ راتلو کښې به وخت وو نو باقاعده به جومات ته تللو او د جَمعې سره به يـې د نـمونځ ادا کولو کوشش کولو، هميشه به يـې نـمونځ پۀ وړومبي صف کښې د ادا کولو پوره کوشش کولو۔ د مفتي صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يو دوست بيان دے چې مفتي صاحب ډير باعمله وو * اکثر به پۀ اودس کښې وو * ډير ځل ما هغوئي پۀ تـحِيَّةُ الـوُضُو ادا کولو هم ليدلي دي * عموماً د اذان نه مخکښې به يـې اودس کولو، بيا به چې څنګه اذان وشو نو جومات ته به تللو * عموماً به يـې پۀ وړومبي صف کښې نـمونځ ادا کولو * زۀ تقريباً د هغوئي سره 4 کاله ووم، پۀ دې موده کښې ما هغوئي پۀ تکبيرِ اُولیٰ قضا کيدو نه دي ليدلي۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د نيکو ګټلو څومره زبردسته جذبه ده، څومره د کمال اِستقامت دے۔۔۔!! پۀ څلورو کالو کښې يو ځل هم د مفتي صاحب نه تکبيرِ