Mufti Farooq Ke Osaf

Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf

عرض وکړو: يا رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! پۀ لارو کښې د کښيناستو نه بغير زمونږه ګزاره نه کيږي، مونږه هلته کښينو او خبرې کوو۔ ارشاد يـې ووفرمائيلو: که پۀ لارو کښې د کښيناستو نه بغير ستاسو بله لار نشته نو د لارې حق ادا کړئ۔ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عرض وکړو: د لارې حق څۀ دے؟ ارشاد يـې ووفرمائيلو: نظر ښکته ساتل، ضرر رسوونکے څيز لرې کول، د سلام جواب ورکول، د نيکۍ دعوت ورکول او د ګناه نه منع کول۔ ([1])

بدکارې سترګې

د حضرت ابو هُريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې د الله پاک نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي چې د سترګو زِنا بد نظر دے۔ ([2])

د بد نظرۍ نه د بچ کيدو فضيلت

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له ذهن جوړول پکار دي، د نظر ښکته ساتلو عادت جوړ کړئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به درنصيب شي۔ د حضرت مُعَاوِيَه بِن حَيدَه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد ووفرمائيلو: درې سترګې به دوزخ نه ويني۔ (1): هٰغه سترګې کومو چې د الله پاک پۀ لار کښې څوکۍ وکړه (2): هٰغه سترګې کومې چې د الله پاک د ويرې نه پۀ ژړا


 

 



[1]... بخاری، کتاب المظالم والغصب، باب افنیۃ الدوروالجلوس ...الخ، ۲ / ۱۳۲، الحدیث:۲۴۶۵۔

[2]... بخاری، حدیث ۶۲۴۳۔