Mufti Farooq Ke Osaf

Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf

بے پردې زنانؤ ويډيوګانې پرې چليږي، دلته د خلقو حال څۀ دے؟ که څوک موټر سائيکل چلوي نو ويډيو ته ګوري، که څوک موټر چلوي نو نظر يـې ويډيو ته وي، پيدل تلونکي هم بره ګوري او پۀ سړک اوړي، نتيجه يـې څۀ وي چې پيښې هم رامخې ته کيږي، زخمي کيږي هم، ګاډے يـې هم خرابيږي او مرګونه هم کيږي۔ الله پاک دې زمونږ پۀ حال باندې رحم وکړي۔ د قرآنِ پاک پۀ تعليماتو باندې عمل وکړئ، دُنيا به مو هم ښه شي او آخرت به مو هم ښه شي۔

د نظر ښکته ساتلو قرآني حکم

پۀ 18سيپاره سورۀ نُور آیت 30 کښې اللہ پاک فرمائي :

قُلْ لِّلْمُؤْمِنِیْنَ یَغُضُّوْا مِنْ اَبْصَارِهِمْ

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: مسلمانانو سړو ته حُکم ورکړه چې خپلې سترګې لږې ښکته ساتي۔

پۀ دې آيت کښې مسلمانانو نارينؤ ته حکم ورکړے شو چې هغوئي دې خپل نظر لږ ښکته ساتي او کوم څيز ته چې کتل جائز نه دي هغې ته دې نه ګوري۔ ([1])

د لارې حقونه

د حضرت ابو سعيد خدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد ووفرمائيلو: تاسو په لارو کښې د کښيناستو نه بچ اوسئ۔ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم 


 

 



[1]... خازن، النور، تحت الآیۃ: ۳۰، ۳ / ۳۴۸۔