Mufti Farooq Ke Osaf

Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf

د ظاهري وِصال نه پس حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شام مُلک ته تشريف يوړلو او تر آخره پورې هم هلته پاتې شو، حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ 20 هجرۍ د دې فاني دُنيا نه رُخصت شو۔ د هغوئي مزار مبارک پۀ شام مُلک کښي دے۔ ([1])

جاہ و جلال دَو نہ ہی مال و مَنَال دَو                                                                          سوزِ بلال بَس میری جھولی میں ڈال دو

دُنیا کے سارے غم میرے دِل سے نکال دو              غم اپنا یاحبیب بَرائے بِلال دو([2])

  وضاحت: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زما دنيائي شان او شوکت، مال او اسباب نه دي پکار، زما خو بس د حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ شان عشقِ رسول پکار دے، د حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ وسيله باندې تاسو داسې کرم ووفرمايئ چې زما د زړۀ نه د دُنيا ټول غمونه لرې شي او صرف ستاسو غم رانصيب شي۔

بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به چرې هم دروغ نه وئيل

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حضرت بِلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ټول سيرت روښانه دے، د هغوئي هره يوه ادا د اختيارولو قابل ده، د هغوئي پۀ ډيرو اعلیٰ صفتونو کښې يو صفت دا دے چې هغوئي به هميشه رښتيا وئيل، د دروغو نه به يـې نفرت کولو۔ يوه ورځ رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حضرت بلالِ حبشي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کور ته تشريف يوړلو۔

سُبْحٰنَ اللہ! څومره لوئي عزت دے چې د دواړو جهانونو آقا، فرښتے چې د چا پۀ بارګاه کښې د حاضرۍ خواهش کوي، هٰغه آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پخپله لاړو او د حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ 


 

 



[1]... اُسد الغابہ، جلد:1، صفحہ: 415 و 416، ملتقطاً۔

[2]... وسائِلِ بخشش، صفحہ:305۔