Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf
مشهور کتاب کَشفُ المَحجُوب کښي ليکي: يو کَس د کعبے شريفې طواف کولو، پۀ هٰغه وخت کښې د هغۀ پۀ خُله باندې صرف هم يوه دُعا وه: اَللّٰہُمَّ اَصْلِحْ اِخْوَانِی اے الله پاکه! زما دوستان نيکان جوړ کړې۔ چا ترينه پوښتنه وکړه چې پۀ دې ځائے کښې تۀ د ځان د پاره دُعا ولې نه کوې؟ صرف د دوستانو د پاره ولې دُعا کوې؟ هٰغه کَس ډير د کمال جواب ورکړو او اوئې وئيل: زۀ (دلته پۀ مکه مکرمه کښي خو پۀ نيکو کارونو کښې مصروف يم خو ډير زر به زۀ) واپس د خپلو دوستانو خوا له ځم، که هغوئي نيکان وو نو زۀ به نيک جوړ شم او که هغوئي خراب وو نو د هغوئي خرابي به تر ما پورې هم رارسي، ځکه زۀ د خپلو دوستانو د پاره دُعا کووم۔ ([1])
بنادے مجھے نیک نیکوں کا صَدقہ گناہوں سے ہردم بچا یاالٰہی!
مِرا ہر عمل بس ترے واسطے ہو کر اِخلاص ایسا عطا یاالٰہی!([2])
حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د نفس عادت دے چې د خپلو ملګرو نه راحت بيامومي، د کوم قِسمه خلقو پۀ صحبت کښې چې کښيني، هم د هغوئي عادت اختياروي، ځکه مشائِخ (يعنې اوليائے کرام) د ټولو نه مخکښې د دوستۍ حقونو ته توجُّه کوي او مُريدانو له د دې ترغيب ورکوي، تر دې پورې چې د مشائخو پۀ نزد د دوستۍ آداب زده کول او پۀ هغې باندي عمل کول د فرضو درجه لري۔ ([3])