Mufti Farooq Ke Osaf

Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf

معاشره کښې ورته اهميت هم ورکولے شي * د داسې خوش قِسمته دا شان شي چې د هغۀ نوم اخستل، د هغۀ ښه ذِکر کول هم د رحمت راوريدو ذريعه جوړه شي۔ منقول دي: عِنْدَ ذِکْرِ الصَّالِحِیْنَ تَنَزَّلُ الرَّحْمَۃُ د نيکانو خلقو د ذِکر کولو پۀ وخت رحمت نازليږي۔ ([1])

 بيا د دې سره سره پۀ قرآن او حديث کښې د نيکانو خلقو د خپل آئيډيل جوړولو باقاعده تعليم ورکړے شوے دے۔ د الله پاک ارشاد مبارک دے:

وَّ اتَّبِـعْ سَبِیْلَ مَنْ اَنَابَ اِلَیَّۚ- (پارہ:21، لقمان:15)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او زما طرف ته د رجوع کوونکي کس پۀ لاره ځۀ۔

 

سُبْحٰنَ اللہ! څومره صفا ارشاد دے، فرمائيلے کيږي: هر هٰغه بنده * کوم چې د الله پاک پۀ لور رجوع لري * د رَبِّ کريم پۀ لار باندې روان وي * نيک کارونه کوي * د رَبّ پۀ رضا والا کارونو کښې ژوند تيروونکے وي، هغۀ خپل آئيډيل جوړ کړئ او پۀ هغۀ پسې شاته شاته ځئ۔ علمائے کرام فرمائي: * صالِحِين (يعنې نيکان خلق) آئيډيل جوړول د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ سُنَّت باندې د تللو وسيله ده۔ ([2]) * د نيکانو خلقو د آئيډيل جوړولو پۀ برکت سره د الله پاک خاص مدد او نصرت نصيب کيږي * د نيکانو خلقو د آئيډيل جوړولو پۀ برکت سره د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خصوصي شفقت نصيب کيږي * څوک چې نيکان خلق آئيډيل


 

 



[1]... حلیۃ الاولیاء، رقم ۱۰۷۵۰، ج ۷، ص ۳۳۵۔

[2]... حُسْنُ التَّنَبُّهِ لِمَا وَرَدَ فِی التَّشَبُّهِ  ، جلد:1، صفحہ:144۔