Mufti Farooq Ke Osaf

Book Name:Mufti Farooq Ke Osaf

مفتي محمد فاروق صاحب هم وو چا چې پۀ خپل مختصر شان ژوند کښې هٰغه عظيم کارونه وکړل د کومو چې مثال نشته، پۀ دې کښې يو څو کارونه پۀ يو کتاب مفتئ دعوتِ اِسلامي کښې ليکلے شوي دي۔ دا کتاب تاسو پۀ 75 روپۍ د مکـتبة الـمدينه د يوې څانګې نه پۀ بيعه واخلئ۔ پخپله يـې هم ولولئ! او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ!

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د اوبو څښلو سُنَّت او اَداب

د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د اوښ پۀ شان پۀ يوه ساه کښې مۀ څښئ بلکې دوه يا درې ځل (د ساه ګانو اخستو سره) څښئ او د څښلو نه مخکښې بِسْم اللہ لولئ او پۀ فارغيدو اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ لولئ!۔ ([1])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! که اوبه وي او که د څښلو څۀ بل څيز * د څښلو نه مخکښې بِسمِ الله لولئ * وړوکے وړوکے ګوټ کوئ، د غټ ګوټ کولو سره د ځيګر (Liver) بيماري پيدا کيږي *  اوبه پۀ دريو ساه ګانو کښې څښئ او پۀ ښي لاس سره يـې څښئ * که پۀ لوټه  وغيره مو اودس کړے وي نو د هغې نه د پاتې شوو اوبو پۀ څښلو کښې د 70 مرضونو شِفا ده چې دا د آبِ زم زم شريف مشابهت لري، د دې دوؤ (يعنې د اودس نه د پاتې شوو اوبو او د زم زم شريف) نه علاوه هرې اوبه پۀ ولاړه څښل مکروه عمل دے، دا دواړه قِسمه اوبه قبلې طرف ته د مخ کولو سره پۀ ولاړه څښئ * د څښلو نه مخکښې يـې ښه وګورئ چې د څښلو پۀ څيز کښې څۀ ضرر رسوونکے څيز خو نشته * د څښلو، څَکې کولو نه پس اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ لولئ * امام محمد بن محمد بن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د بِسْمِ اللہ وئيلو سره پۀ اوبو څښلو شروع کوئ، د


 

 



[1]... ترمذی،  کتاب الاشربۃ، صفحہ:464، حدیث:1885۔