Book Name:Shafaat e Mustafa
د اِيمان بُنياد پۀ عشق باندې ساتئ!
البته دلته د يوې خبرې وضاحت وکړم: د اِيمان اَصل د زړۀ تصديق دے۔ ([1]) يعنې اِيمان د زړۀ معامله ده او د زړۀ پۀ معامله کښې د عقل هيڅ کار نه وي۔ د وينا مقصد مې دا دے چې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مونږه مؤمنان خو يو، الله پاک دې مونږ ته پۀ ايمان باندې استقامت راکړي، چې څومره هم ايمانيات دي * پۀ الله پاک باندې ايمان * پۀ رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې ايمان * پۀ نبيانو باندې ايمان * پۀ کتابونو باندې ايمان، دا ټول کوم چې د ايمان بنيادونه دي، پۀ دې ټولو باندې زمونږه يقين د عشق تر حده پورې پکار دے، د خپل ايمان بنياد پۀ عقل باندې مۀ ږدئ، ګنې د بے لارې کيدو خطره به ډيره زياته وي۔ شيخ سلطان باهُو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:
اِیْمَان سَلَامَتْ ہَرْ کَوْئی مَنگِے، عِشْقْ سَلَامَتْ کَوْئی ہُو
يعنې د ايمان بنياد که چرې پۀ عقل باندې کيږدې نو عقل بے لارې کيږي، عقل تيندک خوري، ځکه د ايمان بنياد پۀ عشق باندې ږدئ، د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ بے کچه محبت باندې يـې ږدئ۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د ايمان نه د خلاصيدو خطره به ډيره کمه شي۔
امام فَخرُ الدِّين رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئے امام دے، ډير ماهره عالمِ دِين وو۔ د هغوئي چې کله آخري وخت راغلو نو شيطان راغلے، اوئې وئيل: رازي! الله يو دے، پۀ دې