Shafaat e Mustafa

Book Name:Shafaat e Mustafa

پۀ عرشِ اعظم باندې کښينوي، ([1]) هٰغه وخت به ټولو مخکښينو او وروستنو ته د هغوئي فضيلت معلوم شي، ([2]) هره ژبه به د هغوئي پۀ تعريف کښې مصروفه شي۔ ([3])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا شفاعتِ کبریٰ دے، د کومې دروازه چې به رسولِ اکرم، نُورِ مُجَّسَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم برسيره کوي، بيا به د دې نه پس د هغوئي پۀ برکت ټول نبيان، وليان، غوث، قُطب، اَبدال، تر دې چې علمائے کرام، حافظان حضرات، حاجيان وغيره ټول به شفاعت کوي۔

د شفاعت پۀ باره کښې حديثونه مبارک

سُبْحٰنَ اللہ! زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د قيامت پۀ ورځ باندې شفاعت کوي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! کوي به يـې۔ راځئ چې يو څو حديثونه مبارک واورو: * خوږ نبي، ښه نبي، رښتوني نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: ما ته اِختيار راکړے شو چې اے محبوبه! صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! دوه خبرې دي (1): يو دا چې ستاسو نيم اُمَّت ته به جنَّت عطا کولے شي (2): دويم دا چې د شفاعت اجازت به درکولے شي، پۀ دواړو کښې يو اختيار کړئ! حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: ‌فَاخْتَرْتُ ‌الشَّفَاعَةَ، ‌لِاَ نَّهَا أَعَمُّ وَ اَکْفَیٰ ما شفاعت اختيار کړو ځکه چې پۀ دې کښې ګنجائش ډير


 

 



[1]... السنۃ لابی  بکر بن الخلال، جلد:1، صفحہ:219، رقم:252۔

[2]...  الوفا باحوال المصطفیٰ ، ابواب بعثہ...الخ، الباب الثامن...الخ، صفحہ:332 ملخصاً۔

[3]...  معجم اوسط، جلد:6، صفحہ:265، حدیث:8725۔