Book Name:Shafaat e Mustafa
جنَّت دروازه به هم هغوئي برسيره کوي خو قربان شم! د داسې عظيم محبت نه۔۔۔!! پۀ مونږه ګنهګارانو باندې د داسې کرم کولو نه قربان شم! د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به ځانګړے انداز وي۔۔۔؟ مولانا حسن رضا خان صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي:
کسی کے پاؤں کی بیڑی یہ کاٹتے ہوں گے کوئی اسیرِ غم اُن کو پُکارتا ہو گا
کوئی کہے گا دُہائی ہے یارسولَ اللہ! تو کوئی تھام کے دامن مَچَل گیا ہو گا
پکڑ کے ہاتھ کوئی حالِ دِل سُنائے گا تو رَو کے قدموں سے کوئی لپٹ گیا ہو گا
کوئی قریبِ ترازو، کوئی لبِ کوثَر کوئی صِراط پر اُن کو پُکارتا ہو گا
یہ بےقرار کرے گی صَدا غریبوں کی مقدس آنکھوں سے تار اَشک کا بندھا ہو گا
ہزار جان فِدا نَرْم نَرْم پاؤں سے پکار سُن کے اَسیروں کی دوڑتا ہو گا
عزیز بچہ کو ماں جس طرح تلاش کرے خدا گواہ یہی حال آپ کا ہو گا([1])
پۀ دنيائي لحاظ سره د پوهه کولو يو مثال دے، که چرې د يوې مور نه ماشوم ورک شي، د هغې حال څۀ وي، پۀ کوم شوق، کوم محبت او کوم فِکر سره هغۀ خپل ماشوم لټوي، زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د قيامت پۀ ورځ پۀ دغسې انداز سره خپل غلامان لټوي۔
د قيامت پۀ ورځ مو چرته ولټووم؟
صحابئ رسول حضرت اَنس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل ما عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د قيامت پۀ ورځ باندې زما شفاعت هم وکړئ۔ اوئې فرمائيل: