Book Name:Shafaat e Mustafa
دے ([1]) (يعنې د شفاعت پۀ ذريعه به نيم نۀ بلکې هُم ټول اُمَّت به اوبخښم) * خوږ نبي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: شَفَاعَتِيْ لِلْهَالِكِيْنَ مِنْ اُمَّتِيْ زما شفاعت زما پۀ اُمَّت کښې د هٰغه خلقو د پاره دے څوک چې ګناهونو هلاک کړل ([2]) * پۀ يو روايت کښې يـې وفرمائيل: شَفَاعَتِي لِأَهْلِ الْكَبَائِرِ مِنْ أُمَّتِيْ زما شفاعت زما د اُمَّت د کبيره ګناهونو کوونکو د پاره دے ([3]) * زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د څومره خلقو شفاعت کوي؟ ارشاد يـې وفرمائيلو: اِنِّي لَاَرْجُو اَنْ اَشْفَعَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ عَدَدَ مَا عَلَى الْاَرْضِ مِنْ شَجَرَةٍ وَمَدَرَةٍ يعنې پۀ مخ د زمکه باندې چې څومره وَنې او کاڼي دي زۀ به د قيامت پۀ ورځ د دې ټولو د تعداد برابر د خلقو شفاعت کووم۔ ([4])
د اُمَّت سره د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم محبت
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هٰغه دے * څوک چې به پۀ عرشِ اعظم باندې کښينولے شي * د هٰغه اوچت شان والا دے چا ته چې به د جنَّت کُنجيانې عطا کولے شي * هغوئي د جنَّت مالِک دے * هغوئي قاسِمِ نعمت دے * هُم هغوئي د رَبّ محبوب دے خو قربان شم! زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زمونږ د ګنهګارانو سره څومره محبت فرمائي۔۔۔!! پۀ حديثِ پاک کښې دي: د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام د پاره به د سرو زرو منبرونه کيښودلے شي، ټول