Book Name:Shafaat e Mustafa
قيامت ورځ هٰغه ورځ ده چې پۀ هٰغه ورځ باندې به نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خپله وسيله باندې جنَّت تقسيموي * اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! رَبِّ رحمان د خپل محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لمن دومره فراخه کړې ده، دومره يـې فراخه کړې ده چې د ټولو مجرمانو جرمونه به ښکاره کيږي، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به يې د خپل کرم پۀ لمنه باندې پټوي۔
د شفاعت پۀ باره کښې ضروري معلومات
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت د اِسلام پۀ بنيادي عقيدو کښي شامله يوه اهمه عقيده ده۔ د شفاعت لفظي معنیٰ ده: وَسِيله خو پۀ شرعي طور د چا د پاره خير غوښتلو ته شفاعت وئيلے شي۔ ([1]) * زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د قيامت پۀ ورځ شفاعت فرمائي او د هغوئي شفاعت به قبلولے هُم شي، پۀ دې خبره عقيده ساتل واجب ده، ([2]) * د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شفاعت نه اِنکار کول کُفر دے۔ ([3]) ولې کُفر دے؟ ځکه چې څوک د شفاعت نه اِنکار کوي، هغۀ د قرآنِ پاک د آيتونو نه اِنکار کوي او څوک چې د قرآنِ پاک د آيتونو نه انکار کوي، هغۀ مسلمان نشي پاتې کيدے۔ ځکه د شفاعت نه اِنکار کوونکے د اِسلام نه ووځي۔