Book Name:Shafaat e Mustafa
باندې څۀ دليل راکړئ! امام رازي د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت دليل ورکړو۔ بيا خو شيطان ډير خبيث دے، هغۀ هٰغه دليل پۀ خپل غلط خيال سره رد کړو۔ امام رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دويم دليل ورکړو، شيطان هغه هم رد کړو، امام صاحب دريم دليل ورکړو، شيطان پۀ هغې هم اعتراض وکړو۔ تر دې پورې چې امام رازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه 360 دليلونه ورکړل، شيطان به يو يو دليل رد کولو او داسې يـې ټول دليلونه رد کړل۔ د امام رازي د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت پير صاحب لرې اودس کولو، هغوئي پۀ رُوحاني طاقت سره چې کله دا معامله وليدله نو د هٰغه ځائے نه يـې وفرمائيل: رازي! ولې نه وائې چې ما بغير د څۀ دليل نه الله پاک يومنلے دے۔ امام رازي د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت د خپل مرشد خبره ومنله، چې څنګه يـې دا وه وئيل نو رُوح د هغوئي د تن نه جدا شو۔ ([1])
گزر جا عقل سے آگے کہ یہ نُور چراغِ راہ ہے، منزل نہیں ہے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د قيامت پۀ ورځ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شفاعت موندلو د پاره نن، پۀ دې دُنيائي ژوند کښې پۀ شفاعت باندې کامِل يقين ساتل هم ضروري دي۔ پۀ حديثِ پاک کښي دي: شفاعت کوونکي آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: شَفَاعَتِيْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ حَقٌّ د قيامت پۀ ورځ به شفاعت کووم فَمَنْ لَمْ يُؤْمِنْ بِهَا لَمْ يَکُنْ مِنْ أَهْلِهَا څوک چې پۀ دې باندې ايمان را نۀ وړي د