Shafaat e Mustafa

Book Name:Shafaat e Mustafa

د الله پاک د ويرې نه د ژړيدو خواږۀ

يو اِسلامي ورور د دعوتِ اِسلامي دِيني ماحول ته د راتلو نه مخکښې د فلمونو ډرامو کتلو ډير شوق کولو، پۀ ګناهونو کښې دومره اخته وو چې د هغۀ سره د خپل ژوند د قيمتي وخت د برباديدو هډو احساس نه وو۔ د هغۀ د دِيني ماحول سره د تړون پيدا کيدو ذريعه څۀ داسې جوړه شوه چې د هغوئي د علاقې پۀ جومات کښي به يو اِسلامي ورور د فيضانِ سُنَّت درس ورکولو۔ د الله پاک پۀ کرم سره يوه ورځ هغۀ هم پۀ درس کښې شرکت وکړو، درس يـې چې واوريدو نو ډير ښه پرې ولګيدو، د عِلمِ دِين د ډيرو خبرو اوريدو موقع ورنصيب شوه او د آخرت د فِکر خبرې چې يـې واوريدلې نو د زړۀ حالت يـې بدل شو۔ داسې روزانه پۀ درس کښي شرکت کول د هغۀ معمول جوړ شو او د دعوتِ اِسلامي د دِيني ماحول سره د تعلق لرونکو عاشقانِ رسول سره به يـې ملاقات هم کيدلو، داسې هغۀ د خپلو مخکښينو ګناهونو نه توبه کړه او د راتلونکي ژوند يـې د سُنَّتو مطابق د تيرولو ذِهن جوړ شو۔

تِرا شکر مولا دیا دینی ماحول                                                                                                               نہ چھوٹے کبھی بھی خدا دینی ماحول

یہاں   سنّتیں   سیکھنے کو ملیں   گی                                                                                              دِلائے گا خوفِ خدا دینی ماحول

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ     عَلـٰی   مُـحَـمَّد

يو څو ضروري اِعلانات

* د هر خالي پۀ ورځ اميرِ اهلِسُنَّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ پۀ مَدَني چينل لائيو هفته واره مَدَني