Book Name:Shafaat e Mustafa
* د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ښکلو ښکلو حديثونو د اوريدو سعادت حاصلوو۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي:
حِرْزِ جاں ذِکْرِ شَفاعت کیجئے! نار سے بچنے کی صُورت کیجئے!([1])
وضاحت: يعنې اے د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلامانو! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د شفاعت ذِکر خپل لباس جوړ کړئ! هر وخت د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شفاعت ذِکر کوئ! پۀ دې باندې به څۀ کيږي؟ د دوزخ نه به د آزادۍ ذريعه جوړه شي۔
اُن کے دَر پر بیٹھئے! بن کر فقیر بےنواؤ! فِکْرِ ثَرْوَت کیجئے!
نعرہ کیجے یا رسولَ اللہ کا مُفلِسو! سامانِ دَولت کیجئے!([2])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
حضرت حَرب بن سُرَيح رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل زۀ د اِمامُ العابدين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شهزاده امام محمد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ خدمت کښي حاضر شوم او عرض مې وکړو: اے خوږه امامه! عراق والا خلق وائي: د قيامت پۀ ورځ به خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت فرمائي۔ آيا دا شفاعت حق دے؟ حضرت امام محمد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څوک چې د اهلِ بيتِ پاک نه دے، هغوئي وفرمائيل: پۀ خدائے مې دې قَسم وي! شفاعت حق دے۔ ما ته حضرت