Book Name:Shafaat e Mustafa
اوس د دې دواړو قِسمو آيتونو وضاحت څۀ دے؟ پۀ دې کښې فرق څۀ دے؟ پۀ غور سره يـې واورئ! شفاعت پۀ دوه قِسمه وي: (1): يو دے پۀ زوره شَفاعت۔ لکه څنګه چې پۀ دې دُنيا کښي بعضې وخت * د خپلې عهدې پۀ بنياد * د خپل نوم او منصب پۀ بنياد * د خپلې پيسې پۀ بنياد باندې سفارش کولے شي بَل کَس که غواړي او که نه د هغۀ سفارش به منل وي۔ دا پۀ زوره شفاعت دے، داسې شفاعت د قيامت پۀ ورځ څوک هم نشي کولے، ځکه چې الله پاک د چا محتاجه نه دے، هغۀ ته څوک هم حکم نشي کولے، هٰغه پاک رَبّ د چا نه مجبور نۀ دے۔ لہٰذا پۀ کومو آيتونو کښې چې د شفاعت نفي شوې ده، دا فرمائيلے شوي دي چي د قيامت پۀ ورځ هيڅ شفاعت نشته، د دې نه مُراد دے: پۀ زوره شفاعت به څوک نشي کولے۔ (2): شَفاعت بِالاِذن۔ يعنې پۀ اِجازت سره شفاعت۔ د دې مطلب دا دے چې د قيامت پۀ ورځ باندې به د الله پاک خواږۀ بندګان * د خپل محبوبيت پۀ وجه * د الله پاک پۀ اجازت سره د مقام او مرتبے پۀ وجه * الله پاک ته د محبوب کيدلو پۀ وجه باندې به د الله پاک پۀ اجازت سره ګنهګاران مسلمانان بخښي۔ لہٰذا پۀ کومو آيتونو کښې چې د شفاعت ثبوت دے، پۀ هغې کښي هم دا د اجازت والا شفاعت مُراد دے۔
نیکیاں بِالکل نہیں ہیں نامۂ اعمال میں کیجئے عطّارؔ کی آکر شَفاعت یارسول([1])
* پۀ 30 سيپاره، سورۂ وَالضحیٰ، آیت: 5 کښې ارشاد دے:
وَ لَسَوْفَ یُعْطِیْكَ رَبُّكَ فَتَرْضٰىؕ(۵)