Shafaat e Mustafa

Book Name:Shafaat e Mustafa

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څومره ښکلے روايت دے، پۀ لس کرته دُرُود شريف لوستلو څومره وخت لګي، شايد د يو نه يو نيم منټ پورې۔۔۔ که چرې مونږه همت وکړو، خپل ذِهن جوړ کړو، روزانه لس کرته سحر او لس کرته ماښام د دُرُودِ پاک لوستلو سعادت حاصل کړو، د هغۀ به څومره عظيم اجر نصيب کيږي زمونږ د آقا، خوږ آقا، محبوب آقا، د شفاعت والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د قيامت پۀ ورځ د خپل شفاعت نه حصه ورکوي۔ ځکه هُم د نن نه د دُرُودِ پاک لوستلو عادت جوړ کړئ! د دې څومره فضائل دي، راځئ! د حديثِ پاک پۀ رڼا کښې د قيامت يو ايمان تازه کوونکے منظر تاسو ته بيانووم:

د نيکو تَله څنګه درنه شوه۔۔۔؟

د حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، د غيبو نه خبر نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د قيامت د ورځې خبر ورکړو او اوئې فرمائيل: د قيامت ورځ به وي، حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام به شنې جامې اغوستې وي، د عرشِ اِلٰہی پۀ سوري کښې به تشريف فرما وي او ګوري به چې د هغوئي پۀ اولاد کښې څوک څوک جنَّت ته بوتللے کيږي او څوک څوک دوزخ ته غورځولے کيږي۔ پۀ دې کښې به د حضرت آدم         عَلَیْهِ السَّلَام نظر د انبياؤ د تاجدار، اَحمَدِ مختار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ يو اُمَّتي پريوځي، فرښتو به هغۀ د دوزخ طرف ته روان کړے وي، دا چې وه ويني نو حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام به اواز وکړي: یَا اَحْمَدُ! یَا اَحْمَدُ! اے اَحْمَده!اے اَحْمَده!

الله! الله! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! قربان شم! هٰغه د قيامت منظر۔۔۔!!