Book Name:Shafaat e Mustafa
د شفاعت پۀ باره کښې قرآني آيتونه
دلته يوه معلوماتي خبره عرض کړم: پۀ قرآنِ کريم کښې د شفاعت پۀ باره کښې دوه قِسمه آيتونه دي: (1): يو قِسم آيتونه هغه دي، پۀ کومو کښې چې د شفاعت نفي ده يعنې دا فرمائيلے شوي دي چې د قيامت پۀ ورځ به هيڅ شفاعت نه وي۔
مثال پۀطور پۀ دريمه سيپاره، سوره بقره، آيت: 254 کښې دي:
یَوْمٌ لَّا بَیْعٌ فِیْهِ وَ لَا خُلَّةٌ وَّ لَا شَفَاعَةٌؕ-
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان:هغه ورځ په کومه کښي چي به نه څه اخستل خرڅول کيږي او نه به د کافرو دپاره دوستي وي اونه شفاعت
اوس وګورئ! پۀ دې آيت کښي صفا وفرمائيلے شول چې د قيامت پۀ ورځ به هيڅ شفاعت نه کيږي۔
(2): دويم قِسمه آيتونه هٰغه دي پۀ کومو کښې چې د شفاعت ثبوت دے۔ مثلاً پۀ دريمه سيپاره، سورۀ بقره، آيت: 255 کښې دي:
مَنْ ذَا الَّذِیْ یَشْفَعُ عِنْدَهٗۤ اِلَّا بِاِذْنِهٖؕ-
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: څوک دے چې هغۀ ته د هغۀ د اجازت نه بغير سفارش وکړي؟
پۀ دې آيت کښې وه وئيلے شول چې د قيامت پۀ ورځ باندې به هٰغه خلق شفاعت کوي، چا ته چې الله پاک اجازت عطا کړے دے۔