Book Name:Shafaat e Mustafa
اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلَاةِ الْقَائِمَةِ، اٰتِ مُحَمَّدًا الْوَسِيلَةَ وَالْفَضِيلَةَ، وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَحْمُودَانِ الَّذِي وَعَدْتَهُ
ترجمه: اے الله پاکه! د دې دعوةِ تامّه او د صلوٰةِ قائمه مالکه! تۀ زمونږه سردار حضرت مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) ته وسيله او فضيلت او ډيره اوچته درجه عطا کړې او هغوئي پۀ مقامِ مَحمُود کښې ودروې د کوم چې تا د هغوئي سره وعده کړې ده
د هغۀ د پاره زما شفاعت حلال شو۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره اسانه طريقه ده۔۔۔!! روزانه 5 ځله اذان کيږي، مونږ يـې اورو هم، چې کله هم اذان کيږي، کوشش کول پکار دي چې ټول کارونه پريږدئ او اذان ته غوږ کيږدئ، پۀ پوره توجه سره اذان واورئ، د اذان جواب ورکړئ، چې کله اذان وشي نو د اذان نه پس دُعا ولولئ، درودِ پاک ولولئ او څومره به ښه وي چې د نـمونځ تيارے شروع کړئ۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډير برکتونه به مو نصيب شي۔ د روايتونو مطابق کوم اِسلامي ورور چې د پينځه واړو اذانونو جواب ورکړي، هغۀ ته يو کروړ 54 لاکهه (Million:15.4) نيکۍ ميلاويږي۔ ([2])
د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: کوم کَس چې د دِيني معاملاتو پۀ باره کښي 40 حديثونه ياد کړي او زما اُمَّت ته يـې ورَسوي، زۀ به د