Book Name:Shafaat e Mustafa
الله پاک دې مونږ ته هم پۀ کثرت سره د دُرُود شريف لوستلو توفيق راعطا کړي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د قيامت پۀ ورځ باندې به د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قُرب هم نصيب شي او شفاعت به هم نصيب شي۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړو: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ باره کښې دوه روايتونه واوريدل، د ننني بيان موضوع هم د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت دے۔ نن به مونږه د شفاعت بيان اورو * د قيامت پۀ ورځ به زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان څۀ وي * رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پۀ ځانګړي انداز سره، پۀ شانِ محبوبۍ سره خپل غلامان د دوزخ نه بچ کوي او جنَّت ته به يـې رسوي * پۀ دې باره کښې به د قرآن د آيتونو او