Book Name:Shafaat e Mustafa
قيامت پۀ ورځ د هغۀ شفاعت کووم او د هغۀ د پاره به ګواهي ورکووم۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! د شفاعت حقدار جوړيدو د پاره دا هم څومره ښکلې طريقه ده۔ حديثونه ياد کړئ! د افسوس خبره ده چې اوس د حديثونو يادولو رجحان هم کم شوے دے، مخکښې به مسلمانانو پۀ سوؤنو کلو ميټره پيدل مزل کولو او د يو حديث زده کولو د پاره به تلل، اوس خو حديثونه يادول، حديثونه لوستل زيات مشکل نه دي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! مکـتبة الـمدينه پۀ 40 حديثونو باندې مشتمل يو څو کتابونه هم چاپ کړي دي، مثلاً * مُنْتَخَب اَحَادِیث * فِیضانِ چَہَل حدیث * اَرْبَعِیْنِ حَنْفِیَّہ* اَلْاَ رْبَعينُ النَّوَوِيَّہ* اَرْبَعِیْنِ عَطَّارْ۔ دا کتابونه د مکـتبة الـمدينه نه حاصل کړئ! يا يـې د دعوتِ اِسلامي د ويب سائټ www.dawatislami.net نه ډاؤن لوډ (Download) کړئ۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د څلويښتو حديثونو يادولو فضيلت حاصلولو کښې به مرسته وشي۔
د دې نه علاوه! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي د آئي ټي ډيپارټمنټ له خوا ډير فائده مند موبائل ايپلي کيشن پۀ نوم د ”فيضانِ حديث“ پۀ Play Store او App Store باندې وړاندې کړے شوے دے۔ پۀ دې ايپلي کيشن کښې تاسو د حديثِ پاک مشهور کتابونه مثلاً * مِشْکٰوۃُ الْمَصَابِیْح او د دې اسانه اُردو شرح مِرْاٰۃُ الْمَنَاجِیْح * الأربَعِیْنِ النّوویَّۃ د اُردو ترجمې او شرحې سره * رِياضُ الصَّالِحِين د اُردو ترجمې او شرحې سره