Shafaat e Mustafa

Book Name:Shafaat e Mustafa

خليلُ الله عَلَیْهِ السَّلَام پۀ خدمت کښې به حاضر شي، دلته به جواب ورکړے شي:  نَفْسِي نَفْسِي، اِذْهَبُوْا ‌اِلَى ‌غَيْرِيْ * د حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پۀ خدمت کښې به حاضر شي، ارشاد به وشي: : نَفْسِي نَفْسِي، اِذْهَبُوْا ‌اِلَى ‌غَيْرِيْ *  آخر به د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پۀ خدمت کښې حاضر شي، هلته به هم دا جواب ميلاو شي۔ ([1])  *  د ټولو نه پۀ آخره کښې به د محبوبِ خُدا، مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې حاضر شي، هغوئي به وفرمائي: اَنَا لَہَا آؤ! آؤ! هُم زۀ يم د شفاعت د پاره۔ بيا به رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سر پۀ سجده شي، الله پاک به حکم وکړي: يا مُحَمَّد! اِرْفَعْ رَاْسَكَ اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! خپل سر مبارک اوچت کړئ! وَقُلْ يُسْمَعْ لَكَ او وه وايئ! ستاسو خبره به اوريدے شي۔ سَلْ تُعْطَهْ وغواړئ! تاسو ته به درکولے شي۔ اِشْفَعْ تُشَفَّعْ شفاعت وکړئ! ستاسو شفاعت به قبلولے شي۔ ([2])

   بيا به ټول مخلوق ته د هغوئي عزت، د هغوئي عظمت، د هغوئي مقام، د هغوئي مرتبه، د رَبِّ کريم پۀ بارګاه کښې د هغوئي د محبوبيت شان واضحه شي۔ نو ټول مخلوق، خپل پردي ټول به د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ تعريف کښې مصروف شي۔ دا مقامِ محمود دے۔

د هغوئي سره ښائي پۀ عرشِ اعظم باندې جلوس

پۀ روايتونو کښې دي: (د قيامت پۀ ورځ به) رَبِّ کريم رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 


 

 



[1]... مصنف ابن ابی شیبہ،کتاب الفضائل، باب ما اعطی...الخ، جلد:7، صفحہ:415، حدیث:36 ملخصاً۔

[2]... بخاری، کتاب التوحید، باب کلام الربّ ...الخ، صفحہ:1809، حدیث:7510۔