Book Name:Shafaat e Mustafa
زيارت سعادت حاصل کړي، د هغۀ د پاره شفاعت واجب کيږي۔ ځکه پۀ خپل زړۀ کښې د مدينے منورې شوق زياتول پکار دي، کوشش کول پکار دي چې پۀ څۀ چل زمونږه هم مدينے منورې ته حاضري وشي، دې د پاره د درودِ پاک کثرت کوئ * تهجد کوئ * د شپې عبادت کوئ * د هر نـمونځ نه پس د مدينے منورې د حاضرۍ دعاګانې کوئ * د مدينے منورې پۀ يادونو کښې ژاړئ، نا قلاره کيږئ * او ورسره ورسره مدينے منورې ته د تللو د پاره کوششونه هم کوئ، چې ضرورت وي نو خلق خپل پلاټونه خرڅوي، ګاډي خرڅوي، لږي لږي پيسے هم جمع کوي، چې د دُنيا د ضرورتونو د پاره دا هر څۀ کيدے شي نو مدينے منورې ته د تللو د پاره ولې نشي کيدے۔ خير! د چا څومره شوق، د چا څنګه حالات وي۔۔۔!! بهر حال پۀ مونږ کښې د مدينے منورې شوق هُم پکار دے۔ الله پاک دې مونږ ته شوق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
یامصطَفٰے عطا ہو اب اِذن حاضِری کا کرلوں نظارہ آکر میں آپ کی گلی کا
اِک بار تو دِکھا دو رَمَضان میں مدینہ بیشک بنالو آقا مِہمان دو گھڑی کا([1])
خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: چا چې اذان واوريدو او دا يـې وه وئيل: