Book Name:Mein Nisaar Tere Kalam Par
رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پوښتنه وکړه: پۀ دۀ څۀ وشو؟ عرض وکړے شو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د دۀ مرغۍ مړه شوې ده۔ خوږ نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي د زړۀ خوشحالولو د پاره وفرمائيل: یَا اَبَا عُمَیْر! مَا فَعَلَ النُّغَیْرُ يعنې اے ابو عميره! پۀ مرغۍ څۀ وشو۔۔۔؟
اوس دا يوه خاص واقعه ده، مختصر شان خبره ده * حضور نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مِنبَر باندې خطبه نه ورکوله * دَرس يـې نه ورکولو * غير مسلمو ته يـې د نيکۍ دعوت نه ورکولو * د يو آيت تشريح نه کيدله * بلکې عام نارمَل حالت دے، زمونږه هم ماشومان بعضې وخت غمژن شي، خفه شي، مونږه د هغوئي د خوشحالولو کوشش کوو خو قربان شم! خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صرف د يو غمژن ماشوم د خوشحالولو د پاره، د هغۀ زړۀ ته د سکون رسولو د پاره دوه جملې ارشاد کړې، د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا فرمان مبارک هم پۀ دِين کښې ډير لوئے مقام لري، علمائے کرامو د دې حديثِ پاک نه د فقهې 400 مسئلې راويستې دي۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کلام شان ۔۔۔!! آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې پۀ ټوقه کښې هم څۀ کلام وکړي نو د هغې نه صرف د څۀ کار ترغيب نه وي۔۔۔!! ترغيب خو وړه خبره ده، ترغيب خو مونږ د عامو خلقو د جملو نه هم اخستے شو، الله والا چې کوم وي، هغوئي د ماشومانو د معمولي خبرو نه د عبرت مَدَني ګلونه راوباسي، يعنې ترغيب بيل څيز وي او فائدې او مسئلې بيل څيز وي، قربان شم! د محبوبِ ذيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټوقو د کلام مبارک نه د