Book Name:Mein Nisaar Tere Kalam Par
وړه شان وي۔ سمندر څومره غټ وي، يعنې د سمندر پۀ شان ډيرې خبرې پۀ يوه وړه شان جمله کښې بيانول، دې ته جوامِعُ الکلم وئيلے شي۔ پۀ مسلم شريف کښې حديثِ پاک دے۔ رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: ما ته پۀ انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام باندې پۀ 7 څيزونو کښې فضيلت راکړے شو، (پۀ هغې کښې دوه خبرې دا دي:) (1): اُعْطِیْتُ جَوَامِعَ الْکَلِمِ ما ته جوامِعُ الکلم (يعنې کم الفاظ او زياتې معنې) عطا کړې شوې (2): وَ خُتِمَ بِیَ النَّبِیُّوْن او زما پۀ ذريعه باندې د نبوت سلسله ختمه کړے شوه۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! جَوَامِعُ الکَلِم (يعنې پۀ لګو لفظونو کښې ډيرې خبرې بيانول)، دا د محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم معجزه ده او اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دا معجزه هم د دې خبرې دليل دے چې هغوئي آخري نبي دے۔ مخکښې چې کومو انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام تشريف راوړے وو، د يو خاص قوم نبي به وو، د هغوئي د هدايت زمانه به هم خاص وه، بيا به بَل نبي تشريف راوړلو، زمونږه نبي، خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم آخري نبي دے، هغوئي د ټول مخلوق نبي دے، تر قيامته پورې به هم د هغوئي پۀ هداياتو باندې عمل کيږي، يعنې د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هدايات تر قيامته پورې د راتلونکو * د هر دور د پاره * هرې صدۍ د پاره * د هر قِسمه معاشرې د پاره * د هرې يوې طبقې د پاره او * د هر يو د ژوند د يو يو ساعت د پاره وو او وخت څومره وو؟ 23 کاله۔ ځکه الله پاک هغوئي ته د جوامِعُ الکلم معجزه عطا کړله، شان يـې دا دے چې مکي مَدَني، مُحَمَّد عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به پۀ مختصرو لفظونو کښې خبره ارشاد