Book Name:Mein Nisaar Tere Kalam Par
فرمائيله او پۀ دې کښې به يـې دومره معنې، دومره مفهوم بيانولو چې تر قيامته پورې د راتلونکو د هدايت د پاره کافي دے۔
تر قيامته پورې خبرونه يـې بيان کړل
پۀ مسلم شريف کښې حديثِ پاک دے، حضرت ابو زَيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يوه ورځ رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سحر جَمعه ورکړله، بيا پۀ مِنبَر باندې تشريف فرما شو، خطبه يـې شروع کړله، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيان فرمائيلو، فرمائيلو، تر دې پورې چې د ماسپښين وخت شو، هغوئي د مِنبَر نه لاندې تشريف راوړلو، د ماسپښين نـمونځ يـې ادا کړلو، بيا يـې خطبه شروع کړله، تر دې پورې چې د مازديګر وخت شو، هغوئي لاندې تشريف راوړلو، د مازديګر نـمونځ يـې ادا کړو، بيا يـې خطبه شروع کړله، تر دې پورې چې د ماښام وخت شو، بس چې څۀ مخکښې شوي وو او څۀ چې به تر قيامته پورې کيږي، پۀ هٰغه ورځ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ټول بيان کړل۔ (مسلم)
صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم فرمائي: د هٰغې ورځې نه دا حالت وو چې مونږه به څۀ واقعه ليدله نو داسې به ښکاريدله لکه چې دا واقعه مخکښې هم شوې ده، چې پۀ ذِهن باندې به مو لږ زور راوړو نو راياد به شو چې دا خو هُم هٰغه خبره ده کومه چې پۀ هٰغه ورځ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيان کړې وه۔
سُبْحٰنَ اللہ! پۀ دې حديثِ پاک کښې يو خو د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عِلمِ غيب بيان دے چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تر قيامته پورې د خبرو نه خبر وو۔ بيا دا غور وکړئ چې د يوې صدۍ تاريخ ليکل وي نو پۀ سوونو صفحات پکار وي۔ د علّامه ذَهبِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کتاب دے: تاريخُ الاسلام۔ پۀ دې کښې هغوئي صرف د 7 صدو اهمې اهمې واقعې ذِکر کړې دي۔ د 15 جلدونو کتاب دے او د يو