Book Name:Mein Nisaar Tere Kalam Par
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زما د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔۔۔!! د دې خُلې مبارکې نه چې څۀ ووځي، هغه خامخا کيږي، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د وِصالِ ظاهري نه څو کاله پس، پۀ ويخه نه بلکې پۀ خوب کښې تشريف راوړلو، باقاعده دُعا يـې هم اونه کړه، صرف د تکيه کلام يوه جمله يـې ارشاد وفرمائيله، پۀ هٰغه خوب کښې د وئيلے شوي تکيه کلام دا اثر دے چې څنګه يـې فرمائيلي وو، فوراً هم هٰغسې وشول۔
مَصْدرِ حِکمت و آیات وہ مُبارَک دَہن نَافِذ جس کی ہر بات وہ مُبارَک دَہن
جس کی فَراخی سے سیراب اپنے پرائے چشمۂ آب حیات وہ مُبارَک دَہن
وضاحت: د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خُله مبارکه د الله پاک د آيتونو او د عِلم او د حِکمت مقام دے، د هغوئي د خُلې مبارکې نه چې کومه خبره ووځي هغه خامخا کيږي، د دي خُلې مبارکې نه چا ته هم د څۀ څيز د ورکولو نه نۀ منع کوي، د هغوئي د خُلې مبارکې نه وتلي الفاظ د نورو د پاره د آبِ حيات کار کوي۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کلام دا هم يوه معجزه ده چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته جوامِعُ الکلم عطا کړے شوي دي۔ د جوامِعُ الکلم مطلب دے: په لګو الفاظو کښې ډير لوئے مفهوم راځائے کول۔ لکه څنګه چې وئيلے شي چې سمندر پۀ کوزه کښې راګيرول۔ کوزه څومره وي؟