Mein Nisaar Tere Kalam Par

Book Name:Mein Nisaar Tere Kalam Par

کوم چې 400 فائدې بيانولے کيږي، چې د ټوقو د کلام دا شان دے نو خوږ آقا، مکي مَدَني مصطفٰے  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې به پۀ مِنبَر مبارک باندې کومې خطبې ارشاد فرمائيلې، د هغې شان به څۀ وي۔۔۔!!

اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي:

میں نثار تیرے کلام پر، ملی یُوں تو کس کو زباں نہیں

وہ سخن ہے جس میں سخن نہ ہو، وہ بیاں ہے جس کا بیاں نہیں([1])

وضاحت: د هر کلام کوونکي پۀ کلام باندې اِعتراض کيدے شي، خو اے زما خوږه آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زۀ ستاسو د کلام نه قربان شم، ستاسو کلام بے عيبه دے او تاسو داسې خبرې کوئ د کومو خوبيانې بيانول چې زمونږ پۀ شان د خلقو کار نه دے۔

پۀ ټوقو کښې هم صرف حق وائي

حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: زۀ چې کوم خبر هم تاسو ته درکووم، هغه يقيناً چې د الله پاک د طرف نه وي، پۀ دې کښي هيڅ قِسمه شک او شبه نه وي۔ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! تاسو خو زمونږ سره خوش طبعي هم کوئ؟ (آيا دا د خوش طبعۍ والا کلام هم حق وي؟) اوئې فرمائيل: اِنِّی لَا اَقُوْلُ اِلَّا حقًّا بے شکه زۀ د حق نه علاوه هيڅ نه وايم۔

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 


 

 



[1]... شانِ حبیب الرحمٰن ، صفحہ:۔