Book Name:Mein Nisaar Tere Kalam Par
روښانه او پړقيدونکے جوړوي۔
مِنبَر د خوشحالۍ نه پۀ خوزيدو شو
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! حضرت ضِمَاد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ژوندے جاړ انسان وو * پۀ هغوئي کښې رُوح هم وو * ساه يـې هم اخسته * صرف زړۀ يـې مړ وو، د خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کلام مبارک پۀ اثر باندې د هغوئي زړۀ ژوندے شو۔۔۔!! خو ياد ساتئ چې دا مبارک کلام صرف مړه زړونه نۀ راژوندي کوي بلکې پۀ ساه نه لرونکو څيزونو کښې هم ساه اچوي۔ د حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما نه روايت دے، فرمائي: يوه ورځ رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مِنبَر مبارک باندې تشريف فرما شو، هغوئي خطبه ورکړله او دا آيت مبارک يـې تلاوت کړو:
وَ مَا قَدَرُوا اللّٰهَ حَقَّ قَدْرِهٖ ﳓ (پارہ:24، سورۂ زُمر:67)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هغوئي د الله قدر ونکړو څنګه چې د هغۀ د قدر کولو حق وو۔
بيا نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د جوش پۀ انداز کښې د الله پاک شان بيانول شروع کړل، د حضور نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا کلام مبارک يـې چې واوريدلو نو هٰغه د لرګي نه جوړ مبارک مِنبَر هم د خوشحالۍ نه پۀ خوزيدو شو، حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خطبه ورکوله او مِنبَر د خوشحالۍ نه داسې خوزيدلو چې زمونږ سره فِکر شو چې هسې نۀ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته څۀ تکليف اونه رسي۔ ([1])
اُن کی باتوں کی لذّت پہ لاکھوں درود اُن کے خطبے کی ہیبت پہ لاکھوں سلام([2])