Mein Nisaar Tere Kalam Par

Book Name:Mein Nisaar Tere Kalam Par

وضاحت: د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مبارکو خبرو پۀ خوند باندې دې پۀ لکونو دُرُودونه وي او د هغوئي پۀ خطبه باندې دې پۀ لکونو سلامونه وي چې پۀ اوريدونکو باندې د هغې هيبت راخور شي۔

مدّاحِ حبيب مولانا جميل رضوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي:

قرآن کلامِ باری ہے اور تیری زَباں سے جَارِی ہے

کیا تیری فصاحت پیاری ہے اور تیری بلاغت کیا کہنا...!!

باتوں سے ٹپکتی لذّت ہے، آنکھوں سے برستی رحمت ہے

خطبے سے  چمکتی  ہیبت  ہے  اے  شاہِ  رسالت  کیا  کہنا...!!([1])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

څومره لوئے شان دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته د غور يوه خبره ده۔ کلام  څۀ ته وئيلے شي؟ زمونږه پۀ سينه کښې، پۀ پړپوس کښي دننه هوا وي، مونږه چې کله د وئيلو اراده کوو نو د هٰغه ځائے نه هوا راپورته کيږي، مرۍ ته رارسي، بيا د خُلې د مختلفو حصو سره لګي، مونږ پۀ خپله ژبه باندې هٰغه هوا قابو کوو، مونږ چې ژبه کوم طرف ته اړوو، هٰغه هوا، هلته  لګي او د لفظونو شکل اختياروي او د شونډو پۀ لاره بهر راوځي، يعنې زمونږ چې دا کوم الفاظ دي، دا د سينې نه د پورته کيدونکې هٰغه هوا نه جوړيږي، د لفظونو چې کوم فرق دے، دا د مَخَارِج پۀ ذريعه وي * که هٰغه هوا د حلق لاندې حصې سره ولګي


 

 



[1]...  قبالۂ بخشش، صفحہ:124۔