Book Name:Mein Nisaar Tere Kalam Par
د ټوقو شان دے چې پۀ ټوقو کښې هم څۀ فرمائي، هغه هُم حق فرمائي، چرې يـې هم پۀ خُله مبارکه باندې ناحقه خبره هډو راځي نه۔
پسندِ حق تَعَالیٰ تیری ہر بات ترے انداز خوش، تیری ادا خوش([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته زمونږ د پاره هم يو سبق دے۔ زمونږه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څۀ شان دے؟
وَ مَا یَنْطِقُ عَنِ الْهَوٰىؕ(۳) (پارہ:27، سورۂ نَجْم :3 ، 4)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هغۀ خبره پۀ [خپل] خواهش نه کوی۔
زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نفس پۀ خواهش باندې کلام نه فرمائي۔ اوس غور وکړئ! زمونږه حال څۀ دے؟ کيدے شي چې زمونږ پۀ 100 کښې 99 خبرې د نفس د خواهش پۀ وجه وي * چې زړۀ مو خبري کول وغواړي نو بس شروع شو * چې زړۀ مو ګپ شپ وغواړي نو بس ګپونه شروع شي * چې نفس مو غواړي نو مونږ د ځان تعريفونه شروع کړو * خپلې پټې نيکۍ ښکاره کول، پۀ دې باندې د ځان اوچت والے بيانول شروع کړو * چې نفس وغواړي نو خلق غيبتونه هم شروع کړي * چغلي هم شروع کړي * دروغ هم وائي * د ټوقو ټقالو محفلونه هم جوړيږي * پۀ يو بَل پورې مَلَنډې هم کولے شي * فضول خبرې هم کيږي * د ژبې پۀ ذريعه د ګناهونو ډيري هم جوړولے کيږي۔