Book Name:Mein Nisaar Tere Kalam Par
يو ځل خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم سره چرته تشريف وړلو، پۀ لاره کښي پۀ يو ځائے کښې يو کوهے راغلے، د هغې اوبه تروې وې، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پوښتنه وکړه: د دې نوم څۀ دے؟ وه وئيلے شو: د دې نوم بَيسَان دے۔ رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: بَلْ ہُوَ نُعْمَانُ نۀ۔۔۔!! بلکې دا نعمان دے۔
پۀ روايت کښې دي چې د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خُلې مبارکې باندې دا راتلل وو چي هٰغه کوهے د کوم اوبه چې تروې وې، د نوم بدليدو سره خوږې شوې۔
سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کلام اثر۔۔۔!! څۀ چې فرمائي، هم هٰغسې کيږي۔ دلته د غور خبره ده۔ پۀ سائنسي لحاظ سره اوبه هٰغه وخت مالږينې او تروې وي، کله چې پۀ دې کښې د بهر نه څۀ ميلاويږي۔ د اوبو اَصلي فارمولا ده: H2O (ايچ، ټُو، اَو) يعنې چې دوه حصې هائيډروجن وي او يوه حصه آکسيجن وي نو اوبه ترينه جوړيږي، اوس اوبه کومې چې پۀ باران کښې راوريږي، پۀ زمکه باندې بهيږي، زمکې ته دننه لاړې شي نو پۀ دې کښي نور څيزونه هم شامل شي، مثلاً سَوډِيَم کَلَورَائِيډ، ميګنيشيم، کيلشيم ربُونيټ، پَوټَاشيم وغيره معدنيات چې کله د اوبو سره ميلاؤ شي نو د اوبو خوند بدل شي، اوبه مالږينې يا تروې شي، څښلے کيږي نه، بيا د دې معدنيانو د لرې کولو د پاره دلته د لکونو روپو پلانټونه لګولے کيږي، ډير قِسمه قسم کيمکلز اچولے شي، پۀ لکونو روپۍ لګولے شي، د دومره ډير وخت لګيدو نه پس د اوبو نه زياتي معدنيات لرې شي، بيا هم د اوبو هٰغه اصلي خوند