Mein Nisaar Tere Kalam Par

Book Name:Mein Nisaar Tere Kalam Par

بس الله پاک دې مونږ ته زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رښتونې پخې غلامۍ، رښتوني عشق او د سُنَّتو سره د عشق کولو توفيق راعطا کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

”د خبرو کولو آداب“ د کتاب ترغيب

د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت مولانا الياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ډير ښکلے کتاب دے: د خبرو کولو آداب۔ دا د فيضانِ سُنَّت جلد دريم يوه حصه ده * زمونږه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خبرو کولو انداز څنګه وو؟ * د خبرو کولو پۀ باره کښې سُنَّت څۀ دي؟ * د دې آداب څۀ دي؟ * ژبه به څنګه صحيح استعمالوې؟ * د دې د غلط استعمال څۀ نقصانونه دي؟ وغيره ډير زيات دِيني معلومات پۀ دې کښې شامل دي۔ دا کتاب د مکـتبة الـمدينه نه وغواړئ! يا يـې د دعوتِ اِسلامي د ويب سائټس نه ډاؤن لوډ کړئ! پخپله يـې هم ولولئ! او نورو له هم د دې ترغيب ضرور ورکړئ!

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: دَرس

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! * د ښې ځوانۍ تيرولو * د ښه بوډا والي تيرولو * د مصطفٰے جانِ رحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ عشق باندې د زړۀ روښانه کولو * د نيک نـمونځ ګزاره جوړيدو * د دِين او د دُنيا د بے شميره خيرونو موندلو * او پۀ سُنَّتو باندې د عمل کولو د جذبې موندلو د پاره د عاشقانِ رسول د دِيني تحريک دعوتِ اِسلامي د ديني ماحول سره خپل تړون مضبوط ساتئ، پۀ 12 ديني کارونو کښې هم پوره برخه اخلئ! د دې پۀ برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دنيا او آخرت بے شميره خيرونه درنصيب شي۔ د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار دَرس هم دے۔