Book Name:Mein Nisaar Tere Kalam Par
څوک بوډا دے هغۀ له پکار دي چې * الله الله وکړي * نـمونځونه کوي * ګيره پريږدي * پۀ نيکو کښې تادي کوي * ښه ډير عبادت کوي * حج له ځي * عمره کوي * د دُنيا د رنګينو نه مخ اړوي * د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ يادونو کښې زړۀ لګوي * اوس بوډا شوے دے، اوس دې بس د خپل آخرت تياري کوي * د دُنيادارۍ نه چې څومره کيدے شي ځان دې لرې ساتي۔ دا د بوډا والي پۀ باره کښې زمونږه خيالونه دي، رسولِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: خَیْرُ شَبَابِکُمْ مَنْ تَشَبَّہَ بِکُہُوْلِکُمْ يعنې دا کوم خيالونه چې د بوډا ګانو پۀ باره کښې ساتلے شي، بهترين ځلمے هغۀ دے، کوم چي هُم پۀ ځوانۍ کښې داسې کارونه شروع کړي۔
بوډا والے دې څنګه تير کړے شي۔۔۔؟
دا د ځوانۍ تيرولو سبق دے۔ بوډا والے څنګه تيرول دي؟ اوئې فرمائيل: وَ شَرُّ کُہُوْلِکُمْ مَنْ تَشَبَّہَ بِشَبَابِکُمْ پۀ تاسو کښې بد ترين بوډا هغۀ دے څوک چې پۀ بوډا والي کښې د ځلمو مشابهت اِختيار کړي۔
دلته عام طور د ځوانۍ پۀ باره کښې خيالونه څۀ وي؟ دُنيا دار قِسم، غافله ځلمي ژوند څنګه تيروي؟ * هغوئي د ګمنځ او پاؤډرو نه نۀ وزګاريږي * پۀ غفلتونو کښې ژوند تيروي * نـمونځونه نه کوي * د لوفرانو پۀ شان حرکتونه کوي * پۀ کوڅو کښې ګرځي * فلمونه ډرامې ګوري * ګنده خبرې کوي * پۀ مجازي عشق کښې راګيريږي * پۀ غير محرمو کښې دلچسپي اخلي * وَن وِيلنګ کوي * سيل سپاټې د ژوند مقصد ګڼې * د خوراک څښاک او مزو کولو طرف ته توجه کوي * شرابونه څښي * ښې ډيرې مزې کوي * درز غوبل کوي * د آخرت رغبت نه لري * اوږده اوږده اُميدونه تړي * عام طور پۀ ځوانۍ کښې ګيره نه پريښودے کيږي * د لويو لويو محلونو خوبونه