Book Name:Mein Nisaar Tere Kalam Par
جواب نه لري بلکې پۀ حُسن والؤ کښې ستاسو هډو څۀ ثاني نشته، ستاسو حُسن هم بے مثاله دے او صورت مو هم بے مثاله دے۔ حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک نبي دے، د هغوئي دا معجزه پۀ قرآنِ کريم کښې ارشاد شوه چې هغوئي به پيدائشي ړانده او د برګي مرض ښکار سره چې کله لاس ولګولو نو شِفَا به يـې نصيب کيدله، مولانا حَسَن رضا خان صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پۀ شان شِفا ورکوونکے نبي چې هم کوم بيمار له جواب ورکړي، تاسو هٰغه ذيشان يئ چې ستاسو د دَر نه داسې مريضانو ته هم شفا ميلاؤيږي۔
ابُوداؤد شريف د حديثِ پاک مشهور او معتبر کتاب دے، پۀ دې کښې حديثِ پاک دے، صحابئ رسول حضرت عبد الله بن عَمرو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: زما عادت وو چې د خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه به مې چې څۀ هم اوريدل، هغۀ به مې ليکل۔ د قريشو بعضې خلقو ما ته وه وئيل: اے عبد الله! د انسان حالات بدليږي رابدليږي * کله انسان غصه وي * کله خوشحاله وي، ځکه د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هره خبره مۀ ليکئ! فرمائي: دا مې چې واوريدل نو ما ليکل پريښودل۔ بيا ما دا ټوله معامله د رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې عرض کړه۔ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خپله ګوته مبارکه د خپلې خُلې مبارکې طرف ته اشاره وکړه او اوئې فرمائيل: اُکْتُبْ يعنې اے عبد الله! زما هره خبره ليکه! فَوَالَّذِيْ نَفْسِيْ بِيَدِهِ، مَا يَخْرُجُ مِنْهُ اِلَّا حَقٌّ پۀ هٰغه ذات مې دې قَسم وي د چا پۀ قبضه کښې چې زما ځان دے۔۔۔!! د دې (ژبې) نه د حق نه علاوه هيڅ نۀ ووځي۔ ([1])