Book Name:Mein Nisaar Tere Kalam Par
يو جلد صفحات د 500 نه زيات دي۔ که څوک پۀ لوستلو کښې هر څومره ماهر وي، نو د دې 7 صدو تاريخ پۀ يوه ورځ کښي نشي لوستلے خو قربان شم! دا د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د کلام شان دے چې تر قيامته پورې د کيدونکو د ډيرو صدو خبرونه۔۔۔ هغه هم صرف اهم اهم واقعات نۀ بلکې تفصيلي خبرونه آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صرف پۀ يوه ورځ کښې ارشاد کړل۔ دا دے د جَوَامِعُ الکَلِم شان۔۔۔!! ځکه خو مونږه وايو:
میں نثار تیرے کلام پر، ملی یُوں تو کس کو زَباں نہیں
وہ سُخن ہے جس میں سُخن نہ ہو، وہ بیاں ہے جس کا بیاں نہیں([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ټول ارشادات بے مثاله او با کماله دي، د هر يو حديث پۀ يو يو لفظ کښې د عِلم او حکمت دريابونه بهيږي ۔ دا وخت صرف د خپل نصيحت د پاره يو حديثِ پاک بيانووم۔ د حضرت واثله رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، رسولِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: خَیْرُ شَبَابِکُمْ مَنْ تَشَبَّہَ بِکُہُوْلِکُمْ پۀ تاسو کښې بهترين ځلمے هغۀ دے څوک چې د بوډاګانو سره مشابهت لري وَ شَرُّ کُہُوْلِکُمْ مَنْ تَشَبَّہَ بِشَبَابِکُمْ او پۀ تاسو کښې بدترين بوډا هغۀ دے څوک چې د ځلمو سره مشابهت لري۔ ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے کلام دے۔۔۔!! يقين وکړئ! د دُنيا او د آخرت پۀ لحاظ سره د