Mein Nisaar Tere Kalam Par

Book Name:Mein Nisaar Tere Kalam Par

خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صادِق هم دے، مَصدُوق هم دے

د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هره خبره، هر يو فرمان حق، حق او حق دے۔ د دې خُلې مبارکې نه چې کوم لفظ هم وه وتلو، هُم حق وه وتلو، د حق نه علاوه هيڅ اونه وتل۔ دا خبره پۀ خپل ځائے باندې حق ده۔ د دې سره سره صحابئ رسول حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو بَل شان هم بيان کړو، فرمائي: ہُوَ الصَّادِقُ وَ الْمَصْدُوْقُ يعنې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صادِق هم دے، مَصدُوق هم دے۔ ([1]) يعنې رښتونے هم دے او الله پاک ورته دا شان هم عطا کړے دے چې څۀ وفرمائي، نو هُم هٰغسې کيږي۔

چا شاعر دا څۀ داسې بيان کړل چې

 

 

تمہارے مُنہ سے جو نکلی، وہ بات ہو کے رہی

کہا جو دن کو کہ شب ہے، تو رات ہو کے رہی

وضاحت: يعنې د خوږ آقا، رسولِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان دا دے چې څۀ فرمائي، هم هٰغسې کيږي، فرض کړه که ورځ وي او محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائي چې دا ورځ نۀ بلکې شپه ده نو د خُلې مبارکې نه چې څنګه ووځي نو فوراً به شپه شي۔

بے مثاله طاقت يـې ورعطا کړلو

يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دے، د هغوئي اصلي نوم څۀ دے؟ چا ته معلوم نه دے، علّامه اِبنِ حجر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغوئي د نوم پۀ باره کښې 21 اقوال ليکلي دي، يعنې د هغوئي د نوم پۀ


 

 



[1]... بخاری، کتاب التوحید، باب قولہ تعالی:ولقد سبقت کلمتنا...الخ ، صفحہ:1799، حدیث:7454۔