Book Name:Mein Nisaar Tere Kalam Par
کامياب ژوند تيرولو د پاره صرف دا يو نصيحت کافي دے۔ وګورئ! زمونږ د ژوند درې حصې دي: (1): وړوکوالے (2): ځواني (3): بوډا والے۔ کوم ماشوم چې نابالغه وي هغۀ خو د شرعي احکامو پابند نه دے، د دې نه پس دوه حصې پاتې کيږي، ځواني او بوډا والے۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ يوه کرښه کښې د ژوند د دې دواړو حصو د تيرولو طريقه وښودله چې که بهترين ځلمے جوړيدل غواړې نو خپل سيرت او کردار داسې جوړ کړه لکه څنګه چې د بوډاګانو وي او که بوډا والے ښه تيرول غواړې نو د داسې خبرو او کردار نه بچ اوسه کوم چې د ځلمو وي۔
د بوډا والي پۀ باره کښې زمونږه خيالونه
دلته غور وکړئ! دلته د بوډا والي پۀ باره کښې څۀ خيالونه وي؟ مثلاً * که څوک مشر سړے وي او پۀ ټوپونو ټوپونو ګډيږي نو چې مونږ يـې ووينو نو څۀ به وايو؟ سړيه! بوډا شوے يـې، ښپې دې پۀ قبر کښې دي، اوس الله الله کوه! آيا دا د ګډا عمر دے؟ * داسې که بوډا سړے هر وخت آئينې ته ولاړ وي او ويښته سموي، کريم، پاؤډر وغيره لګوي، څۀ به وئيلے کيږي: سړيه! ستا اوس د دې عمر نه دے * بوډا سړے که پۀ پارک کښې، د سمندر پۀ غاړه، پۀ بازارونو کښې مَعَاذَ الله! غير محرمو ته ګوري، بد نظري کوي * فلمونه ډرامې ګوري * پۀ وړه وړه خبره باندې جنګ ته بډې وهي * کنځلې کوي * پۀ دې عمر کښې هم د لويو لويو محلولو خوبونه ويني * ګيره خريوي * نـمونځونه نه کوي * غلطې مشورې ورکوي * د نورو ژوند حراموي * پۀ فضول لوبو ټوقو کښې اخته وي * غرض دا چې د ګناهونو نه ډک او پۀ فضول کارونو کښې ژوند تيروي نو مونږ يـې چې ووينو نو څۀ وايو؟ عام طور هم دا وئيلے شي: سړيه! بوډا شوے يـې، خيال کوه! اوس د الله الله کولو عمر دے۔ يعنې زمونږه پۀ ذهنونو کښې دا خبره ناسته ده چې