Book Name:Mein Nisaar Tere Kalam Par
دا حقيقت دے چې مونږ ته وحي نه راځي، د وحي دروازه بنده ده، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د آخري نبي پۀ حيث تشريف راوړے دے، اوس به تر قيامته پورې بَل هيڅ نبي نه راځي، چا ته به وحي نه راځي، يعنې اګر که مونږ د وحي پۀ ذريعه خبرې نشو کولے خو د رَبّ د رضا د پاره خو يـې کولے شو۔۔۔!! الله پاک چې پۀ کومو خبرو باندې خفه کيږي، د هٰغې خبرو نه خو ځان ساتلے شو * پۀ کومو کارونو چې د الله پاک رضا ميلاويږي، هٰغه خبرې خو مونږ کولے شو۔ خو افسوس! نن عجيبه وخت راغلے دے، پۀ کومو کارونو کښې چې د الله پاک رضا ده، پۀ هغې کولو او وئيلو مونږ شرميږو، ويريږو * د نيکۍ پۀ دعوت ورکولو کښې د رَبّ رضا ده خو مونږ پرې شرميږو * پۀ اذان کولو کښې د رَبّ رضا ده خو مونږ پرې شرميږو * پۀ درس ورکولو کښې د رَبّ رضا ده خو مونږ يـې نشو ورکولے، ويره راسره وي * بل خوا وګورئ! پۀ کومو خبرو کښې چې د الله پاک ناراضګي ده، هٰغه خبرې خلق ډيرې پۀ بے شرمۍ سره کوي * فحش خبرې کولے شي * کنځلې کولے شي * غيبتونه او چغليانې کولے شي * الزامونه لګولے شي * ډير پۀ زړورتيا سره دروغ وئيلے شي، افسوس چې د ګناهونو پۀ دې خبرو کولو خلقو له شرم نه ورځي۔
اللہ ہمیں کر دے عطا قُفلِ مدینہ ہر ایک مسلماں لے لگا قفلِ مدینہ
بک بک کی یہ عادت نہ سرِ حشر پھنسا دے اللہ زَباں کا ہو عطا قفلِ مدینہ
بڑھتا ہے خَموشی سے وقار اے مرے پیارے اے بھائی! زَباں پر تُو لگا قفلِ مدینہ([1])
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد