Mein Nisaar Tere Kalam Par

Book Name:Mein Nisaar Tere Kalam Par

باره کښې دومره اِختلاف دے، دے پۀ خپل لقب باندې مشهور دے او دا لقب هغوئي ته رسولِ اکرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عطا کړے وو، د هغوئي د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لقب دومره خوښ شو چې هم پۀ هغې باندې مشهور شو۔ هٰغه لقب څۀ دے؟ لقب دے: سَفِينَه۔ حضرت سَفِينَه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ډير مشهور صحابي دے۔ دوئي ته دا لقب ولې ميلاؤ شوے وو؟ پۀ دې باره کښې دوئي پخپله فرمائي: يو ځل خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چرته تشريف وړلو، صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم هم ورسره وو، د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم سره چې کوم سامان وو، د هغې پۀ اوچتولو کښې هغوئي د سختې سره مخ وو، رحم او کرم کوونکي خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې کله دا وکتل نو ما ته يـې وفرمائيل: خپل څادر وغوړوه! ما څادر وغوړولو۔ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته يـې وفرمائيل: ټول خپل سامان پۀ دې څادر کښې کيږدئ! ټولو سامان کيښودو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: اِحْمِلْ، ‌فَاِنَّمَا ‌اَنْتَ ‌سَفِينَةُ دا اوچت کړه! بے شکه تۀ سَفِينَه (يعنې کشتۍ) يـې۔ ([1])

علمائے کرام فرمائي: د دې واقعې نه پس د حضرت سفينه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دا حالت وو چې د يو اوښ بوج به يـې پۀ يواځې اوچتولو۔ ([2])

وہ زباں جس کو سب کُن کی کنجی کہیں                                                                                                                                               اس کی نافِذ حکومت پہ لاکھوں سلام([3])


 

 



[1]...  مسند امام احمد،   جلد:9، صفحہ:100، حدیث:22556۔

[2]... شرح سنن ابی داود لابن رسلان، جلد:15، صفحہ:416، زیرِ حدیث:3797۔

[3]... حدائقِ بخشش، صفحہ:302۔