Mein Nisaar Tere Kalam Par

Book Name:Mein Nisaar Tere Kalam Par

زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان مبارک دے چې صرف د تکيه کلام پۀ طور باندې چې هم څۀ ارشاد کوي، هغه هم حق کيږي۔ فَقِيهُ العَصر (يعنې د زمانے ډير لوئے عالِم) مفتي امين صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: يو عالِم صاحب وو، هغۀ بيمار شو، ډير علاج يـې وکړو خو

دَرْد بڑھتا گیا، جُوں جُوں دَوا کی

خو د هغۀ مرض نور هم زياتيدو، زياتيدو، تر دې چې په کټ پريوتو۔ يوه ورځ د هغۀ بخت رابيدار شو، اوده وو چې پۀ خوب کښې ورله د ناروغه زړونو قرار، مکي مَدَني سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړلو، عالِمان خو عالِمان وي، چې هر قِسمه حالت وي د عِلم تږي وي، د هٰغه عالِم صاحب پۀ خوب کښې چې حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړلو نو هغوئي پۀ خوب کښې هم د عِلم خبره اوپوښتله، د يو حديث شريف پۀ باره کښې يـې عرض وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! آيا دا حديث داسې دے (لکه څنګه چې يـې زۀ عرض کووم)؟  

  اوس پۀ داسې موقع باندې عام طور مونږه وايو: الله دې ښه کړه، دا خبره داسې نۀ ده بلکې داسې ده۔ نو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې پۀ خوب کښي تشريف راوړلو او د سوال جواب يـې ورکولو نو اوئې فرمائيل: لَا...!! عَافَاکَ اللہُ! الله پاک دې تا ته عافيت عطا کړي، دا حديث داسې نه دے۔

چې کله هٰغه عالِم صاحب راويخ شو نو څۀ ګوري چې د هغۀ چې کومه بيماري وه، چې د ډيرو علاجونو باوجود نه ښه کيدله، د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د فرمان پۀ برکت بيماري ختمه شوې وه، هٰغه عالِم صاحب بالکل روغ رَمټ شوے وو۔ (البرہان)