Book Name:Mein Nisaar Tere Kalam Par
ليدلے کيږي۔ او نورې ډيرې داسې خبرې دي، کومې چې ځلمي کوي، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بوډاګان پوهه کړل چې شَرُّ کُہُوْلِکُمْ مَنْ تَشَبَّہَ بِشَبَابِکُمْ يعنې بد ترين بوډا هغۀ دے څوک چې د داسې خرابو ځلمو والا حرکتونه کوي۔
سُبْحٰنَ اللہ! څومره زبردست نصيحت دے۔ ځواني څنګه تيرول دي؟ بوډا والے څنګه تيرول دي؟ پۀ دې باندې پوره پوره کتابونه ليکلے کيدے شي خو رسولِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټول ژوند نصاب پۀ يوه جمله کښې ارشاد فرمائيلے دے۔ بيا مونږه ولې اونه وايو:
میں نثار تیرے کلام پر، ملی یُوں تو کس کو زَباں نہیں
وہ سُخن ہے جس میں سُخن نہ ہو، وہ بیاں ہے جس کا بیاں نہیں([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاک کلام يو څو شانونه ما عرض کړل، رښتيا هم دا دي چې
زندگیاں ختم ہوئیں اور قلم ٹوٹ گئے
تیرے اَوْصاف کا اِک باب بھی پُورا نہ ہوا
اوس پۀ دې موضوع باندې نور ډير څۀ وئيلے کيدے شي، ډير څۀ ليکلے کيدے شي خو حقيقت دا دے چې مونږ د هغوئي د شان بيانولو حق هډو ادا کولے نشو۔
اے رضا خُود صاحِبِ قرآں ہے مدّاحِ حُضُور
تجھ سے کب ممکن ہے پِھر مدحت رسول اللہ کی([2])