Book Name:Mein Nisaar Tere Kalam Par
ادب والا لهجه ساتئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ثواب به هم ميلاويږي او لوئي او واړه ټول به ستاسو عزت کوي * پۀ زوره زوره خبرې کول سُنَّت نه دي * د ښو ښو نيتونو سره د ماشومانو سره هم تاسو د جناب والا د خبرو کولو عادت جوړ کړئ، ستاسو اخلاق به هم اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ښه وي او ماشومان به هم اداب زده کوي * د خبرو کولو پۀ وخت د پردې ځائے له لاس وروړل، د ګوتو پۀ ذريعه د بدن نه خيرے لرې کول، د نورو پۀ مخکښې بيا بيا پوزې له ګوتې وروړل يا پۀ پوزه يا غوږ کښې ګوتې وهل، لاړې توکل ښه خبره نه ده، د دې نه نورو له کرکه ورځي * تر څو پورې چې بل کَس خبرې کوي، پۀ اطمينان سره يـې اورئ، د هغۀ د خبرې کټ کولو سره خپله خبره شروع کول سُنَّت نه دي * د خبرو کولو پۀ وخت بلکې پۀ هر حالت کښې پۀ ټق ټق مۀ خاندئ ځکه چې د مدينے سرکار، زمونږ د زړونو قرار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چرې هم پۀ ټق ټق نه دي خندلي * د بد زبانۍ او بے حيايۍ د خبرو نه هر وخت پرهيز کوئ، د کنځلو نه ځان ساتئ او ياد ساتئ چې يو مسلمان ته بغير د شرعي اجازت نه کنځلې کول قطعي حرام دي او د بے حيايۍ پۀ خبرو کوونکي جنَّت حرام دے۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: پۀ هٰغه کَس جنَّت حرام دے څوک چې د فحش خبرو نه کار اخلي۔ د فحش خبرې معنٰی دہ: اَلتَّعْبِیْرُ عَنِ الْاُمُوْرِ الْمُسْتَقْبِحَۃِ بِالْعِبَارَات الصَّرِیْحَۃِ يعني د شرمناکو چارو (مثلاً د ګنده او بدو معاملو) پۀ صفا لفظونو کښې ذِکر کول۔ ([1])
میری زبان تَر رہے ذِکْر و درود سے بےجا ہنسوں کبھی نہ کروں گفتگو فُضُول([2])