Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail

Book Name:Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail

حضرت عثمان نَهدي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تابعي بزرګ دے، هغوئي ته چا وه وئيل چې حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: مؤمِن بنده ته به د يوې نيکۍ پۀ بدله کښې لس لاکهه نيکۍ ميلاؤيږي۔ (يعنې که يوه روپۍ د الله پاک پۀ لاره کښې صدقه کړے شي نو پۀ ثواب کښې به دا لس لاکهه چنده وي)۔ حضرت عثمان نَهدي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مدينے منورې ته حاضر شو او د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه يـې پوښتنه وکړه: آيا تاسو دا ارشاد فرمائيلے دے؟ حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل: ما دا نۀ دي وئيلي، ما خو وئيلي وو: الله پاک مؤمِن بنده ته د يوې نيکۍ پۀ بدله کښې 20 لاکهه چنده عطا کوي۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! د الله پاک څومره کرم دے، مال هم د هغۀ دے، راکړے هم هغۀ دے، که مونږ يـې د هغۀ پۀ لاره کښې خرچ کړو نو مال هم محفوظ، ثواب هم داسې چې شميرلے کيدے او حسابيدے نشي۔

ځان پۀ هلاکت کښې مۀ غورځوئ!

اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د صدقې پۀ فضيلتونو باندې غور وکړئ! کوم بنده چې د الله پاک دطرفه عطا کړے شوے مال هم د الله پاک پۀ لاره کښې لګوي، الله پاک هغي  ته قرض فرمائي او پۀ هغې باندې د څو چنده اَجر وعده هم فرمائي۔ نو بيا څۀ وجه ده چې مونږه د هغۀ راکړے شوے مال د هغۀ پۀ لاره کښې نه لګوؤ۔ مونږ له صدقه او خيرات کول پکار دي ، د زړۀ د اِخلاصه پکار دي۔ پۀ دې کښې هم زمونږه خير دے۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

وَ اَنْفِقُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰہِ وَ لَا تُلْقُوْا بِاَیْدِیْکُمْ  اِلَی التَّہْلُکَۃِ ۚ      (سيپارو: 2، سورة بقرة: 195)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د الله پۀ لاره کښې [مال] خرچ کړئ او پۀ خپلو لاسو خپل ځان پۀ هلاکت کښې مۀ اچوئ۔


 

 



[1]... رُوْحُ الْمَعَانِیْ، پارہ:2، تحت الآیۃ:245، جلد:1، صفحہ:757۔