Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail

Book Name:Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail

د مثال په طور مونږ چا له 200 روپۍ ورکړو او ورته وه وايو چې د بازار نه فلانکے څيز راوړه! نو هٰغه کَس چا له چې مونږه پيسې ورکړې دي، دا د 200 روپو مالِک نه دے، وکيل دے، هٰغه څيز راوړے شي کوم چې ورته مونږ ياد کړے وي، دغه شان مونږ ټول پۀ دُنيا کښي د مال او دولت مالِکان نه يو بلکې وکيلان يو، اصلي مالک الله پاک دے، د وکيل نه چې کوم مال واپس اخستے شي هغه قرضه نه وي، هغه خو د مالِک څيز وي کوم چې هغۀ ته واپس کولے شي خو د الله پاک عنايت، د هغۀ رحمت او عطا ته وګورئ! ارشاد وشو:

©"x„F>""ºš                          ترجمہ ٔکنزُالعِرفان:  څوک شته چې الله له ښه قرض ورکړي.

 

عُلمائے کرام فرمائي: پۀ دې ځائے کښې د الله پاک پۀ لاره کښې پۀ اِخلاص سره مال خرچ کولو ته قرض فرمائيلے شوے دے، د دې سره دا خبره پۀ زړۀ کښې کښينول مقصد ده چې لکه څنګه قرض ورکوونکے مطمئين وي چې د هغۀ مال به نۀ ضائع کيږي او هغۀ د دې د واپسۍ حق دار دے، هم داسې د الله پاک پۀ لار کښي خرچ کوونکي ته هم مطمئين کيدل پکار دي چې هغۀ به د دې خرچ کولو بدله يقيناً مومي او هغه به هم معمولي نۀ بلکې

$‰‡ œ÷Š                                                                                              ترجمہ ٔکنزُالعِرفان:  نو الله به د هغۀ د پاره هٰغه قرض پۀ ډير چنده زيات کړي.

 

د يو په بدله کښي 20لاکه