Book Name:Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail
د دې شعبې لاندې اوسه پورې پۀ 1784 کتابونو او رسالو باندې کار شوے دے، پۀ دې شعبه کښې ګڼ شمير مَدَني علمائے کرام فريضې ترسره کوي د الله پاک پۀ کرم باندې دعوتِ اِسلامي هٰغه مَدَني علمائے کرامو ته باقاعده تنخواګانې ورکوي * د دِيني لټريچر د چاپ کولو د پاره دعوتِ اسلامي خپله يوه چاپ کوونکي اداره مکـتبة الـمدينه جوړه کړې ده، چرته چې پۀ بهترين او ښکلي انداز کښې کتابونه چاپ کولے شي، د رسالو د تقسيمولو (يعنې د مختلفو کتابونو او رسالو د مفت تقسيمولو) سلسله هم وي او کتابونه خرڅيږي هم * پۀ ټوله دُنيا کښې د دِيني کارونو کولو د پاره د دعوتِ اِسلامي پوره تنظيمي سيټ اپ دے، د ذيلي حلقې نه واخله تر مرکزي مجلسِ شُوریٰ پورې پوره نظام جوړ کړے شوے دے، ښار پۀ ښار، کلي پۀ کلي ذِمه داران موجود دي * د عاشقانِ رسول تربيت کولے شي او دوئي د دِيني کارونو د پاره ملک او بهر ملکونو ته ليږلے شي، دوئي ته باقاعده تنخواګانې ورکولے کيږي او دوئي د فَارِغُ البَال (يعنې د ګټې پروا کولو نه بغير) د دِين خدمت کوي * د ميډيا مختلف پليټ فارمز دي، مثلاً * پرنټ ميډيا (يعنې ماهنامه فيضانِ مدينه کومه چې دا وخت پۀ 7 ژبو کښې ډيره چاپ کيدونکې ماهنامه ده پۀ ذريعه) * سوشل ميډيا (مثلاً يوټيوب (YouTube)، فيس بک (Facebook)، انسټاګرام (Instagram) وغيره باندې موجود تقريباً 100 اکاونټس، پۀ کومو باندې چې تقريباً 64٫1 ملينه (Million) يعنې شپږ کروړه41لاکه، فالورز (Followers) او سبسکرائبرز (Subscribers) دي)او د ويوز شميره بلينزيعني د 100کړوره نه بره تلي ده * د مدني چينل اُردو، انګلش، بنګله ژبو کښې، کډز مَدَني چينل، د مشرانو مَدَني چينل او د عربۍ د ويب چينل پۀ ذريعه د دِين اِسلام خدمت کولے شي۔ * د آئي ټي د شعبې له خوا اوسه پورې 32 موبائل ايپلي کيشن او 40 اِسلامک ويب سائټس لانچ کړے شوي دي * پۀ ټوله دُنيا کښې د مسلمانانو د خير خواهۍ د پاره ايف جي آر ايف شعبه