Book Name:Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail
کښې وو (1):وړومبۍ خبره دا وه چې دا حدیثِ پاک: اَلْعُلَمَاءُ وَرَثَةُ الأَنْبِيَاءِ (یعنې عالمان د نبيانو وارثان دي)۔ د دې نه مراد څوک دي؟ (2):دويمه خبره دا وه چې آيا زما د پلار نوم هُم سُبګتګِين دے، که زۀ د بَل چا زوي يم (3):دريمه خبره دا چې آيا زما بخښنه به وشي کۀ نه؟
سلطان محمود غزنوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه شپه د خپل لښکر سره چرته روان وو۔ يو خادِم شمع دان (يعنې د رڼا سامان) اخستے وو او مخکښې مخکښې ترينه روان وو۔
رڼا يـې وليده نو يو کس د کور نه بهر را اُووتو او د شمع دان پۀ رڼا کښې يـې کتاب لوستل شروع کړو. سلطا پۀ زړه کښې وه وئيل چې دا څوک عالِمِ دِين دے او د هغوئي پۀ احترام کښې يـې لښکر ودرولو د پاره د دې چې هغه پۀ اطمينان سره د کتاب مطاله وکړي. مطالعه ختميدلو نه پس چې هغه صاحب کور ته واپس تشريف يوړلو نو سلطان سره د خپل لښکره د هٰغه ځائے نه روان شو.
پۀ هُم هٰغه شپه چې کله سلطان محمود غزنوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اُوده شو نو بخت يـې رابيدار شو، پۀ خوب کښې يـې د دواړو جهانونو تاجدار، مکي مَدَني سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړلو او قربان شم! محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم صرف يوه جمله وه وئيله، اوئې فرمائيل: اے د ناصِرُ الدِّين سَبُکتِګين زويه! زما د وارِث (يعنې د عالم دين ) د خِدمت په وجه الله پاک تۀ اوبخښلې ۔
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زمونږ د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔۔۔!! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د الله پاک پۀ فضل سره زمونږه خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ژوندے هم دے، د خپل اُمَّت د احوالو بلکې د زړۀ د خيالونو نه هُم خبر دے، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته دا هم معلومه وه چې محمود غزنوي د يو عالم دين خدمت کړے دے او دا ورته هم معلومه وه چې د محمود غزنوي پۀ زړۀ کښې د درې خبرو د پيژندګلو تالاش دے، نو هُم