Book Name:Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail
د صدقې کولو سره د فرښتو دعاګانې ميلاؤيږي
د صحابئ رسول حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، فرمائې: د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: داسې هيڅ ورځ نشته چې پۀ هغې کښې بنده سبا کړي او 2 فرښتې راکوزې نه شي پۀ کومو کښې چې يوه وائي: الٰهي! سخي له ډيره ښه بدله ورکړې او بله وائي: الٰهي! کنجوس له بربادي ورکړې۔ ([1])
د دې حديث پۀ شرح کښې د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يعنې هره ورځ د فرښتو د خُلې نه د سخي د پاره دُعا او د کنجوس د پاره ښِيرې ووځي کومې چې يقيناً قبولې دي۔ ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! آيا تاسو ته معلومه ده چې پۀ دې دُنيا کښې د ټولو نه طاقتور او مضبوط څيز څۀ دے؟ حديثِ پاک واورئ! د حضرت اَنس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، د الله پاک آخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد وفرمائيلو: چې کله الله پاک زمکه پيدا کړه نو هغه پۀ خوزيدو شوه نو الله پاک پۀ دې باندې غرونه نال کړل د کومو سره چې دا ودريدله، فرښتې د غرونو پۀ مضبوطۍ باندې حيرانې شوې او عرض يـې وکړو: * يا الله پاکه! آيا تا د غرونو نه هم زيات مضبوط څۀ مخلوق پيدا کړے دے؟ الله پاک وفرمائيل: آؤ! هغه اوسپنه ده۔ * هغوئي عرض وکړو: يا الله پاکه! آيا تا د اوسپنې نه هم زيات مضبوط څۀ مخلوق جوړ کړے دے؟ اوئې فرمائيل: آؤ! هغه وور دے۔ * هغوئي عرض وکړو: يا الله پاکه! آيا د وور نه مو هم زيات طاقتور څۀ مخلوق پيدا کړے دے؟ ارشاد