Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail

Book Name:Deen Ki Mali Khidmat Ke Fazail

دوبي پۀ سلامتيا سره واپس لاړو۔ خلقو حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ته عرض وکړو: يا رُوحُ الله! هٰغه دوبـي خو صحيح سلامت واپس راغلو! حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام هغۀ راوغوښتلو او ورته يـې وفرمائيل: تا څۀ نيکې کړې ده؟ نو هغۀ عرض وکړو: ما درې ډوډۍ صدقه کړې دي۔ بيا حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام د هٰغه مار نه پوښتنه وکړه: تا دا ولې قتل نه کړو؟ مار عرض وکړو: اے د الله پاک نبي! الله پاک ستاسو دُعا قبوله کړه او زۀ يـې د دۀ د هلاکولو د پاره راوليږلم خو چې کله دې دوبـي سوالګري له صدقه ورکړله نو يوه فرښته راغله او ما ته يـې د اوسپنې واګې واچول ۔ خلق پۀ دې خبره باندې ډير حيران شول او دوبـي توبه وکړه۔

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا دے د صدقے طاقت۔۔۔۔!! آيا د دنيا کوم طاقت راغلے تقدير ورستوکولے شي؟ نه شي ورستو کولے۔ په صدقه کښي الله پاک داسي طاقت ايښودے دے چي تقدير هُم ورستوکولےشي، بس شرط دادے چي اخلاص ورسره وي۔

میرا ہر عمل بس تیرے واسطے ہو                                                                     کر اِخلاص ایسا عطا یاالٰہی!

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!           صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

سحر وختي صدقه ورکوئ!

د حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے فرمائي: تاجدارِ رسالت، شهنشاه نبوّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: سحر وختي صدقه ورکوئ ولې چې بلا د صدقې نه نۀ شي مخکښي کيدے۔ ([1])

يو کَس د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ بارګاه کښې حاضر شو او اوئې وئيل چې زما


 

 



[1]... سننِ کبریٰ للبیہقی ، کتاب الزکاۃ ، باب فضل من اصبح صائما…الخ ، جلد:4 ، صفحہ:506، حدیث:7831۔